ايران: امريکا دې د ايران پر ضد له پاروونکو او ستغو خبرو ډډه وکړي
CMG2022/07/14 14:42:43
شريکول:

د ايران ولسمشرۍ وېبپاڼې خبر ورکړی، د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسې د جولای په ۱۳مه نېټه د کابينې په غونډه کې پر دغه هېواد د امريکا د بنديزونو په اړه ويلي، چې ايران به د امريکا د سختو بنديزونو پر وړاندې ودريږي او له خپل دريځه به يو ګام هم شاتګ ونه کړي. امريکا بايد د ايران پر وړاندې له ستغو او پاروونکو خبرو ډډه وکړي.

خبر وايي، چې پر ايران د امريکا بنديزونه بې ساري دي، خو واشنګټن بايد پوی شي، چې تهران به له خپل معقول او قانوني دريځ يو ګام هم پر شا نه شي او امريکا بايد حقيقت درک او له تاريخي تجربو څخه عبرت واخلي او پر ايران دې نور بنديزونه نه لګوي.

ولسمشر رئیسي د ايران د اټومي تړون د بيا پلې کېدو په تړاو ويلي، چې د امريکايانو په خبره ايران دې اټومي تړون ته بیا راوګرځي، خو ايران له دغه تړون څخه نه دی وتلی، امريکا بايد سرغړونې پرېږدي او بېرته دې تړون ته راستانه شي.

 (مينه)