اروپايي ټولنې د راتلونکي کال لپاره د ټيټې اقتصادي ودې وړاندوينه خپره کړې
CMG2022/07/15 10:12:34
شريکول:

اروپايي ټولنې د جولای په ۱۴ مه نېټه د دوبي د اقتصادي لرليد راپور خپور کړی او پکې يې د روان کال لپاره د خپلې اقتصادي ودې وړاندوينه نه ده بدله کړې، خو د راتلونکي کال لپاره يې د ټيټې اقتصادي ودې وړاندوينه کړې ده.
راپور وايي، چې په ۲۰۲۲م کال کې به د اروپايي ټولنې اقتصادي وده ٪۲.۷ زياته او په ۲۰۲۳م کال کې به يې  ٪۱.۵ زياته شي، خو په ۲۰۲۲م کال کې به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د پيسو منځنی پړسوب ٪۸.۳ وي او په ۲۰۲۳م کال کې به يې دغه شمېر ٪۴.۶ ته راټيټ شي.
راپور زياتوي، چې اروپايي ټولنه د روسيې پر فوسيل سوني موادو ډېره تکيه لري او اقتصاد يې په اسانۍ د انرژۍ بازار د وضعيت له امله اغېزمن کيږي او د دې ترڅنګ د نړيوالې اقتصادي ودې کم سرعت يې هم د بهرنيو اړتياوو د کمېدو سبب ګرځېدلی دی، نو اټکل کيږي، چې د يادې ټولنې د روان کال اقتصادي فعاليتونه به کم وي.
دغه راز په اروپايي ټولنې کې د طبيعي ګازو لوړې بيې ښايي د پیسو لوړ پړسوب سبب وګرځي او اقتصادي وده يې هم ښايي ډېره کمزورې شي او دا هم له امکانه لرې نه ده، چې د کرونا وبا نوې څپه به یې اقتصادي وده لا هم متزلزله کړي او زيات زيانونه به وګالي.