د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۱۲مه نېټه د شينجيانګ د ارموچي له نړيوال ځمکني بندر څخه ليدنه وکړه. ياد نړیوال ځمکنی بندر د ارموچي د اقتصاد او تخنيک په انکشافي سيمه کې دی او عمومي پراخوالی يې ۶۷ کيلومتره مربع ښودل شوې دی. دغه نړيوال بندر د اورګاډيو ۲۱ مسيرونه لري او دغه پټلۍ د اروپا او اسيا د ۱۹ هېوادونو ۲۶ ښارونو ته غځېدلې دي.
شي جين پينګ په همدې ورځ د شينجيانګ پوهنتون څخه هم ليدنه وکړه.
شي جين پينګ د جولای په ۱۳مه نېټه د شينجيانګ موزيم څخه لېدنه وکړه.
د دغه موزيم عمومي پراخوالی ۴۹زره او ۶۰۰ کيلومتره مربع دی او د بېلابېلو تاريخي اثارو او ارشيف شمېر يې ۲۵ زره قلمه ښودل شوی دی.
شي جين پينګ په همدې ورځ د ارموچي د ګو يوان شيانګ استوګنيزې سيمې څخه هم ليدنه وکړه. په دغه استوګنيزه سيمه کې ۴۶۳۵ کسان اوسيږي، چې پکې ۹۵.۵ سلنه يې ملي لږکي دي.
د دغې استوګنيزې سيمې اوسېدونکي يو له بل سره مرستې کوي او د يووالي فضا کې ژوند تېروي.