د سريلانکا ولسمشر سينګاپور ته رسېدلی
CMG2022/07/15 10:25:32
شريکول:

د سينګاپور د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای د ۱۴ مې نېټې په شپه ويلي، چې د هېواد په اجازه يې د سريلانکا ولسمشر ګوتابهايا راجاپاکسا په خپل شخصي نوم سينګاپور ته ننوتلی، خو نوموړي له سينګاپور څخه د پناه رسمي غوښتنه نه ده کړې او سينګاپور هم هغه ته پناه نه ده ورکړې. 
د سينګاپور خبري رسنيو ويلي، چې ګوتابهايا راجاپاکسا له مالديف څخه د سعودي د هوايي شرکت په الوتکه کې د سينګاپور په وخت د جولای د ۱۴ مې نېټې د ماښام په اوو بجو او شلو دقيقو دغه هېواد ته رسيدلی دی..
د سريلانکا په پلازمينه کولمبو کې د روانې مياشتې په نهمه نېټه لاريونونو زور واخېست او د حکومت د مشرانو د استعفار شعارونه يې ورکول.
د سريلانکا د ډېرو سياسي ګوندونو مشرانو د همدې ورځې په ماسپښين په يوه غونډه کې د دغه هېواد له ولسمشر او صدراعظم څخه غوښتنه وکړه، چې سمدستي له دندو استعفاوې وکړي او په هېواد کې دې ډېر ژر داسې لنډمهاله حکومت جوړ شي، چې بېلابېل ګوندونه پکې برخه ولري.