د چين صدراعظم لي که چيانګ د اقتصادي حالاتو په اړه د کارپوهانو او صنعتګرو د يوې غونډې مشري کړې او اوسني اقتصادي حالات يې څېړلي دي.
نوموړي ويلي، چې د چين اقتصاد د سږ کال په دوهمې ربعې کې د سختو ننګونو سره سره بيا هم ځانګړی پرمختګ کړی او حکومت د مرکزي اقتصادي کاري غونډې او خپل کاري راپور له مخې اړوندې تګلارې پر وخت عملي کړي او ۳۳ نوې تګلارې يې وړاندې کړې دي.
لي که چيانک ويلي، چې د چين اقتصاد د سږ کال په جون کې ثابت پرمختګ کړی، خو حکومت باید د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره نورې ډېرې هڅې وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې اصلاحات او ورخلاصون د چين اساسي ملي تګلاره ده او حکومت به يې ډېره پياوړې کړي او د نړيوالو همکاريو لپاره به له شرکتونو سره مرستې وکړي او ټول به په عادلانه مبارزه کې ګډې ګټې تر لاسه کړي.
(مينه)