په کابل کې د چين لوی سفير وانګ يو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزير نورالدین عزیزي سره وکتل
CMG2022/07/15 11:19:07
شريکول:

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د جولای په ۱۴مه نېټه د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي سره کتلي او د چين او افغانستان تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا په اړه يې ورسره د نظريو تبادله کړې ده.

سفير وانګ يو ويلي، چې افغانستان له پروسږ کال راهيسې له سخت اقتصادي او بشري ناورين سره مخامخ دی او چين د دوست ګاونډي په توګه تل د افغانانو اړتياوو ته ډېره پاملرنه او غمشريکي کړې او له يو بل سره يې مرستې کړې دي.

چين د هوايي دهليز د جوړولو له لارې د افغان جلغوزیو صادرات زيات کړي او د بزګرانو د عايداتو د زياتوالي او د افغانانو د ژوند د ستونزو د هواري په برخه کې يې مرستې کړې دي.

چين غواړي، له افغان لوري سره نژدې اړيکې وساتي، اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ورسره پياوړې کړي، د جلغوزيو په شمول د بېلا بېلو افغان توليداتو واردولو ته دوام ورکړي او د اقتصادي سمسورتيا او خپلواک پرمختګ په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

 

ښاغلي عزيزي له چين څخه مننه کړې، چې د افغانستان په جنوب ختيځ کې يې له زلزله ځپلو سيمو سره پر وخت او اغېزمنې مرستې کړې دي. 

 

نوموړي ويلي، چې چین د نړۍ یو مهم ځواک او د افغانستان یو دوست ګاونډی دی او تېر کال يې د افغانستان جلغوزيو په واردولو کې له سوداګرو سره د پام وړ مرسته کړې او افغانستان تمه لري، چې چین د جلغوزیو په ګډون د بېلابېلو افغان محصولاتو د واردولو کچه پراخه کړي.

عزيزي زياته کړې، چې افغانستان به د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو دوامدارې پراختیا ته وده ورکړي او په دې برخه کې به ډېر زيات کوښښونه وکړي.

 (ژباړه: شکريه)