بایډن : ایران دې اټومي تړون ته بیا راوګرځي
CMG2022/07/15 11:03:03
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن اسراييل ته تللی او هلته يې د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه په يو خبري کنفرانس کې هيله ښودلې، چې ايران هر اړخيز اټومي تړون بيا عملي کړي.

نوموړي ډيپلوماسي د ايران د اټومي وسلو د نه لرلو هدف ته د رسېدو تر ټولو غوره لار بللې ده.

بایډن دغه څرګندونې د اسرائیل له لومړي وزیر یاير لاپید سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

د اسراییل "بيت المقدس پوست" راپور ورکړی، چې لاپید د خبرو اترو په ترڅ کې بايډن ته وړانديز کړی، چې ايران ته د اټومي تړون د بيا پلي کولو وروستۍ نېټه وټاکي، خو بايډن د نوموي دغه وړانديز رد کړی دی.

بایډن د روانې میاشتې په دیارلسمه نیټه اسرائیل ته تللی او دا یې د امریکا د ولسمشر په توګه منځني ختیځ ته لومړی سفر دی. ټاکل شوې، چې نوموړی به د روانې میاشتې په ۱۵ نېټه د فلسطین د اردن سيند لویدیځې غاړې ته هم سفر وکړي.

د اسرائیل حکومت په وار وار پر امریکا غږ کړی، چې د ايران په اټومي تړون کې بيا ګډون ونه کړي او پر دغه هېواد يې د سختو بنديزونو غوښتنه کړې ده.

. (ژباړه: شکريه)