په چين کې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۶ ميلیونه او ۵۴۰ زره کسان پر دندو ګمارل شوي
CMG2022/07/15 10:04:52
شريکول:

د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت وايي، چې د روان کال د پيچلي نړيوال وضعيت او د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره په دغه هېواد کې د کار موندنې وضعيت ثابت ساتل شوی دی.
د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې ۶ ميلیونه او ۵۴۰ زره نوي کسان پر دندو ګمارل شوي، چې پدې سره د چين د حکومت د سږنۍ موخې ٪۵۹ برخه پوره شوې ده.
د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت شمېرنه ښيي، چې په دغه هېواد کې په وروستيو دوو مياشتو کې د کار موندنې وضعيت په تدريجي توګه ښه شوی دی.
 په چين کې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د بېکارۍ کچه ٪۵.۵ او په اپريل مياشت کې ٪۶.۱ ښودل شوې، خو په مې کې دغه کچه پکې ٪۵.۹ ته راټيټه شوې او په جون کې نوره هم کمه شوې ده.