د پاروونکو کړنو له امله شفاهي امنیتي تضمين ختمېږي
CMG2022/07/15 14:48:32
شريکول:

د امریکا د توغنديو ښکاري  Benfold بنفولډ ډوله بېړۍ د جولای په ۱۳مه نېټه په ناقانونه توګه د چین د شي شه سمندري قلمرو ته ننوتلې. د چین سمندري ځواک دغې امریکايي بېړۍ ته خبرداری وکړ او له دې سيمې يې وشړله.

د امریکا همدغه بنفولډ نمبر بېړۍ د تېر کال د سپتمبر په اتمه نېټه او د سږ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په ناقانونه توګه د چین د شي شه سمندري قلمرو ته ننوتلې وه، خو دا ځل دغه پېښه په داسې حال کې وشوه چې  په بالي ټاپو کې د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو له کتنې یوازې څلور ورځې تېرې شوې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جولای په ۹مه نېټه له انتوني بلنکن سره په کتنه کې وویل، د امریکا اوسني حکومت څو ځلې ویلي، چې له چین سره به په اړیکو کې ښه والی راولي او د دې تضمین به وکړي، د چین او امریکا درې ګډې اعلاميې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې تر ټولو د باور وړ تضمین دی. بلنکن په دغه کتنه کې په ډاګه کړې، چې امریکا به له چین سره په اړیکو کې ګواښوونکې کړنې او عوامل کنټرول کړي.

خو بلنکن له وانګ يي سره تر کتنې وروسته فلیپين ته سفر وکړ او د خپل سفر په بهیر کې يې په شوم نیت د جنوبي سمندر منځګړیتوب قضیه یاده کړه او له فلیپين څخه يې ملاتړ څرګند کړ، هغه په عین وخت کې پر چین نیوکه وکړه، چې د جنوبي سمندر په اړه د چین ادعا له نړیوالو مقرراتو څخه سرغړونه ده. بیا وروسته د امریکا د توغنديو ښکاري بنفولډ ډوله بېړۍ په ناقانونه توګه د چین د شي شه سمندري قلمرو ته ننوتلې ده.

د امریکا دغه عمل د چين ضد عمل دی او په بالي ټاپو کې د بلنکن له څرګندونې سره په ټکر کې ده. نو د وانشګتن په خوله امنیتي تضمين هېڅ معنا نه لري او بېخي نشته.

دا چې واشنګټن له بېجینګ سره له نښتې څخه د ډډې کولو پيغام ورکړی، علت يې دا دی چې هغوی پوهېږي چې د چین اقتصاد او پوځي توان ډېر پياوړی شوی، او په اسیا او ارام سمندر سیمه کې د دې لمسوونکې کړنې له سخت جبران سره مخ شوي دي. واشنګتن د سیاسي مبارزې لپاره په نظامي، سیاسي چارو او نورو برخو کې په دوامداره توګه د چین ضد او لمسوونکي  اقدامات کړي دي.

که د امریکا حکومت د چین ضد لمسوونکي اقدامات ختم نه کړي، نو دا به په دې معنا وي چې د چین او امریکا په اړیکو کې هېڅ امنیتي تضمین نشته، ځکه چین له خپلې سرې کرښې څخه وتلي عملونه هېڅ نه مني.

امریکا په حقیقت کې تل د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې او د نړیوالو پولیسو رول يې لوبولی او په بهرنيو هېوادونو کې يې د کودتا پلانونه طرحه او عملي کړي دي.

د امریکا ځينې سياستوال ځانونه د بشري حقونو ساتونکي ګڼي، خو له نړیوالو بنسټيزو اصولو او قوانینو سرغړونه کوي او په خپله خوښه يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه او آن د کودتا پلانونه طرحه کړي.

نړیوال اوس په دې پوهېږي چې د امریکا پاروونکې او لسموونکې کړنې د ټولې نړۍ لپاره لوی ګواښ متوجه کړی.

کله چې د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن تر فليپين وروسته منځني ختیځ ته لاړ، د فلسطین د سولې او ډيموکراسۍ د څیړنيز مرکز سلاکار نسیوف معلم وویل چې له فلسطین څخه د بایډن لیدنه هېڅ ارزښت نه لري او زياته يې کړه چې هغه يوازې خپلو ګټو ته پاملرنه کوي، نه د فلسطینیانو غم ورسره دی او نه د اسراییلیانو. واشنګټن وايي له اسراییلو په دې شرط ملاتړ کوي چې دوی د امریکا ګټې خوندي کړي.