د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای په ۱۵ مه نېټه يوه خبري ناسته ترسره کړې ده.
د چين د احصايې ملي ادارې يوه چارواکي په يادې خبري ناستې کې د دغه هېواد د اقتصادي ودې په اړه يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين جي ډي پي يعنې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يې ۵۶۲۶۴ مليارډه او ۲۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۲.۵ زياتوالی ښيي.