د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټون د جولای په ۱۲ مه نېټه په يوې مرکې کې ويلي، چې هغه د نورو هېوادونو د کودتاوو په طرحه کولو کې لاس درلود، خو د کوم هېواد نوم يې نه دی ياد کړی.
که څه هم نوموړي نه دي ويلي، چې په کوم هېواد کې يې د سياسي کودتا هڅه کړې وه، خو په اشارې يې په ۲۰۱۹م کال کې د وينزويلا د ناکامې کودتا يادونه کړې ده.
نړيوالې ټولنې د جان بولټون يادو خبرو ته ډېره پاملرنه کړې ده.
د بوليوي پخواني ولسمشر ايوه مورالېس د روانې مياشتې په ۱۳ مه نېټه پر خپلې ټويټرپاڼې ويلي، د جان بولټون خبر د دې ښکارندويي کوي، چې امريکا په خپله د ډيموکراسۍ تر ټولو لویه دښمنه ده.
جان بولټون د ۲۰۰۸ م کال په يوې مرکې کې ويلي وو، چې په نورو هېوادونو کې د سیاسي کودتا طرحه د امريکا لپاره اړينه چاره ده او واشنګټن په همدې لارې په نړۍ کې خپلې ګټې زیاتې کړي.
د امريکا اي اېڼد اې ټلويزيون په تېر جون کې له یوې پېړۍ راهیسې د نورو هېوادونو د حکومتونو د راغورځولو لپاره د واشنګټن کړنې خپرې کړې دي.
(مينه)