د شينجيانګ اويغور کورواکه سيمه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند مرکزي سيمه وه او اوس د لوېديځ په لور د چين د ورخلاصون مهمه دروازه بلل کېږي. شينجيانګ له تېرو څو کلونو راهيسې د خلکو ژوند د ښه والي، عصري کرنيزو چارو، سيلانيزو چارو، ټرانسپورټ، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې د ابادۍ او د ايکلوژيک تمدن د ابادۍ په برخو کې چټک پرمختګ موندلی دی او چاپيريال او بڼې يې هم ډېرې ښايسته او عصري شوې دي.
د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې مساحت يو ميليون او ۶۶۰ زره کيلومتره مربع دی او د ځايي اوسېدونکو شمېر يې ۲۵ ميليونه او۸۵۰ زره تنه ښودل شوی دی.
په شينجيانګ کې سيلانيزو چارو چټک پرمختګ کړی، په تېر ۲۰۲۱م کال کې يې د سيلانيانو شمېر ۱۹۱ ميليونو ته او د سيلانيزو چارو ګټې يې ۱۴۱ ميليارډه او ۵۶۹ ميليونه يوانه ښودل شوي، چې د وړم کال په پرتله ٪۴۲.۶۹ زياتوالی ښيي.
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د شينجيانګ د جنوبي او شمالي برخو د اوسپنيزو لارو شبکه بشپړه شوه، پر تكلىماكان صحرا د تېرو شويو سړکونو شمېر يې ۳ ته رسيدلی دی او په شينجيانګ کې ۲۴ هوايي ډګرونه لري.
په ۲۰۲۱م کال کې د شينجيانګ د ښاريانو او کليوالو د عايداتو منځنۍ اندازه د تېر کال په پرتله په جلا جلا توګه ۸٪ او٪ ۱۰.۸ زياتوالی ښيي.
په شينجيانګ کې تېر کال د پنبو توليدي اندازه ۵ ميليونه او ۱۲۹ زره ټنه وه او پر ماشينونو د پنبو د راغونډولو انډول يې۸۰ سلنه ښودل شوی دی.