د ایران ولسمشر: په منځني ختیځ کې د امریکا مداخله به بحرانونه وزېږوي
CMG2022/07/15 11:04:12
شريکول:

د ايران ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د جولای په ۱۴مه نېټه ويلي، چې د منځني ختيځ په چارو کې د امريکا په څېر د بهرنيو قدرتونو لاسوهنه به " يوازې بحران او نا امنۍ راپورته کړي".

د ایران ولسمشرۍ وېبپاڼې راپور ورکړی، چې رئيسي په همدې د دغه هېواد د لوېدیځ کرمانشاه ولایت څخه د ليدنې په ترڅ کې ويلي، چې د سیمې ځینې هېوادونه غواړي، چې" ناامني او ترهګري له لوېدیځ او امریکا څخه منځني ختیځ ته ولېږدوي." 

رئيسي ويلي، چې ایران په سیمه کې هیڅ ډول ناامني او کړکیچ نشي زغملی او په سیمه کې هر ډول تېروتنې ته به قاطع او نه جبران کېدونکی ځواب ووايي.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا پر ايران د خپل زيات فشار په راوستلو کې له " شرموونکې ناکامۍ" سره مخامخ شوې او واشنګټن بايد پر تهران نورو بنديزونو، ګواښونو او ازموينو ته دوام ور نه کړي.

بایډن د روانې میاشتې په دیارلسمه نیټه اسرائیل ته تللی او دا یې د امریکا د ولسمشر په توګه منځني ختیځ ته لومړی سفر دی. ټاکل شوې، چې نوموړی به د روانې میاشتې په ۱۵ نېټه د فلسطین د اردن سيند لویدیځې غاړې ته هم سفر وکړي او ورپسې به له سعودي عربستان څخه ليدنه وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې " د ایران له ګواښ" سره د مبارزه د بایډن د دې سفر عمده هدف دی.

(ژباړه: شکريه)