شي جين پينګ: يو موټی، همغږی، شتمن، پرمختللی، سوکاله او ښکلی شينجيانګ به اباد شي
CMG2022/07/15 22:46:01
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي کمیسيون مشر، شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه.

نوموړي وويل، چې د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين د کمونېست ګوند پلانونه او پاليسۍ بايد په پوره او دقيقه توګه پلې شي او يو موټی، همغږی، شتمن، پرمختللی، سوکاله او د ښه چاپېريال لرونکی شينجيانګ دې اباد شي.

شي جين پينګ د جولای له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د شيجيانګ اوروموچي، شه هه ځي او تورپان ته ولاړ او هلته يې له پوهنتون، نړيوال ځمکني بندر، استوګنيزې سيمې، موزيم او کليوالو سيمو څخه ليدنې وکړې.

شي جين پينګ دې ته  په اشارې سره، چې د خلکو زړونه د شينجيانګ د دايمي ثبات لپاره تر ټولو مهم ارزښت لري، له ځايي حکومتي ادارې څخه وغوښتل، چې د ثبات د ساتلو، د پرمختګ د موندلو او د اصلاحاتو د پياوړي کولو په برخو کې دې  په پراخه کچه د چارواکو او خلکو رغنده رول وهڅوي او د ټولنې د بېلا بېلو برخو نظريې دې يې په جدي توګه واوري.