د شينجيانګ اوسېدونکي په اوبو کې سبزۍ کري او د شتمنۍ لار يې پرانيستلې
CMG2022/07/15 14:58:03
شريکول:

د چين په شمال لوېديځ د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د ختن اوسېدونکو په اوبو کې سبزۍ کرلي او  يو نوی موډل زراعتي تخنيک يې مروج کړی دی.

دوی د يادې کرکيلې له لارې د عايداتو ښې چارې برابرې کړې دي.

عبدالولي عبدو خېبر هم له يادو کليوالو څخه دی او له خپل کاروبار څخه ډېر خوښ دی.

له اوبو په استفادې د سبزيو د کښت بهير کې کيمياوي سرې او د مضرو خزندو ضد درمل نه کارول کيږي او نه يې هم ورته اړتيا ليدل کيږي. دغه راز د سبزيو د کښت په دغه بهیر کې د اوټوماټيکو تجهيزاتو پر مټ د تخمونو شيندلو، له يو ځای بل ځای ته د سبزيو د انتقال او د حاصلاتو د راشکولو چارې ترسره کيږي، چې پدې سره د سبزيو په حاصلاتو زياتوالی راغلی دی.

برسيره پردې، دغه تخنيک نږدې ٪۴۰ اوبه او کيمياوي سره سپموي، چې پدې سره د سبزيو د کښت لګښت هم کمیږي.

عبدالولي عبدو خېبر له دغه تخنيک په کار اخيستنې څو ډوله سبزۍ کرلي، هغه غواړي، چې دغه تخنيک په خپل ټاټوبي ختن کې نور هم مروج کړي، څو ځايي اوسېدونکي زياتې ګټې ترې واخلي او ښه ژوند ولري.