روسيې پر ۳۸۴ جاپاني پارلماني غړو بنديزونه ولګول
CMG2022/07/16 12:20:21
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۵مه نېټه ويلي، چې پر ۳۸۴ جاپاني پارلماني غړو يې بنديزونه لګولي دي. دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، څرنګه چې د جاپان حکومت د روان کال په اپرېل کې د روسيې د دوما پر څو استازو بنديزونه ولګول، نو دوی پرېکړه وکړه، چې د جولای له څوارلسمې نېټې څخه د جاپان ۳۸۴ پارلماني غړو ته اجازه نه  ورکول کیږي، چې دغه هېواد ته داخل شي.

 

(غاټول)