څوک د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مسئوليت پر غاړه اخيستلی شي؟
CMG2022/07/16 09:38:20
شريکول:

بي بي سي د روان کال د جولای په ۱۲مه نېټه خبر ورکړ چې د یوې پلټنې له مخې، مخکې په افغانستان کې د مېشت برېټانوي ځانګړو هوايي ځواکونو(SAS) يوې پوځي ډلې څو څو ځله ملکي او بې ‌وسلې وګړي او زندانيان وژلي. په دې راپور کې راغلي چې ګڼو کسانو چې دغو ځانګړو ځواکونو سره يې خدمت ترسره کړی، ویلي چې د ځانګړو هوايي خدماتو ځواک غړو له يو بل سره د ډېرو کسانو په وژلو کې سيالي کوله.

د بشرپالنې د مدعیانو لخوا د ملکي وګړو د وژلو دغه ظالمانه لوبه د افغانستان د خواله رسنیو کاروونکو غوسه راپارولې. دوی د دغه خبر په هکله تبصرې ليکلې، ویلي یې دي چې د دغه کړنو عاملین بايد محاکمه شي. همدارنګه ډېر داسې جنايات شته او شوي چې د امريکا او د ناټو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

امريکا او د ناټو ملګرو یې په افغانستان کې د بشردوستۍ او د افغانستان د رغاونې په نوم داسې ظلمونه وحشتونه او مرګونه کړي، چې هېڅ د بښلو نه دي.

د شمېرنو له مخې، په تېرو شلو کلونو کې د امريکا ډرون په بريدونو کې څه باندې يو لک افغانان وژل شوي دي. خو د جګړې پر مهال او يا له جګړې وروسته امريکا او ناټو کې لږ شمېر کسان په افغانستان کې د جګړې له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې حالت ته پاملرنه کړې او کوي يې. ځکه چې دغه موضوع د امريکا د پنټاګون لپاره يوه ډېره حساسه موضوع ده. دوی حتی نه غواړي د افغانستان د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مسئله یاده او راپورته شي. سربېره پر دې له مجرمينو څخه د پوښتنې او پلټنې په اړه هېڅ اراده او خبر نه شته.

د بي بي سي په ياد خبر کې افشا شوي، چې د (SAS) استخبارات تل جدي تېروتنې درلودې او له امله يې په اسانه توګه ملکي وګړي د ناڅاپي بريدونو هدفونه ګرځېدلي دي.

په حقيقت کې د امريکا او ناټو ځواکونو د تېرو شلو کلونو په جګړه کې بې شمېره ځلې د ناسمو اطلاعاتو له مخې د افغانستان ملکي وګړي نيولي، د ملکي وګړو پر کورونو يې هوايي بريدونه کړي، او له امله يې ډېر زيات شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبلې اړولې وې. د امريکا زيات شمېر سرتېرو د دندو د اجرا پر مهال حتی نه پوهېدل چې د دوی هدف وسله‌وال کسان يا ملکي وګړي و، خو بې پروا یې هوايي او ځمکني بريدونه کول.

د افغانستان جګړه له دغه هېواد څخه د امريکا او ناټو ځواکونو په وتلو سره پای ته ورسېده، خو امريکا سمدلاسه په يوه بله جګړه کې پانګونه پيل کړه. د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، لا تر اوسه د اوکراين د جګړې کمه موده کېږي، خو امريکا دومره پيسې پرې لګولې لکه په افغانستان کې يې چې په لومړيو پنځو کلونو کې لګولې وې. امريکا او ناټو چې په نورو هېوادونو کې د جګړو لېوالتيا لري، په پر له پسې ډول یې نور هېوادونه د جګړې ډګرونه ګرځولي دي. خو په جګړیزو ډګرونو کې یې ملکي وګړو ته سخت زيانونه رسولي دي.

په افغانستان کې امريکايي پوځ پر ملکي وګړو بې شمېره هوايي بريدونه، د برېټانيا ځانګړو هوايي ځواکونو د ملکي وګړو د وژلو سيالي، د اسټراليا پوځ د بې ګناه ماشومانو او ښځو د وژلو پېښې تر سره کړې. په دې اړه ټول مشخص او دقيق شواهد افشا شوي او د جرمونو تفصيل ډېر وحشيانه و. خو تر اوسه پورې هېڅ محکمې او قانوني ميکانيزم نه دی جوړ شوی، چې پر دغو مجرمينو عدالت پلی کړی. باداري او تسلط کولی شي دغه جرمونه پټ کړي؟ خو څوک د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لپاره مسئوليت پر غاړه اخيستلی شي؟