د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۴مه نېټه له شينجيانګ څخه د ليدنې په ترڅ کې د تورفان ښار ته لاړ او هلته يې د انګورو د توليد چارو او د دې چارو له کبله د سیاحت د پرمختګ په اړه معلومات تر لاسه کړل.
تورفان په چين کې د دولت په کچه له مشهورو تاريخي او فرهنګي لومړۍ درجه ښارونو څخه يو دی. په تورفان کې د انګورو توليد پراخې ځمکې شتون لري او هلته د ورځې او شپې د تودوخې توپير زيات دی. دغه راز د لمر وخت او د خاورو شرايط ټول د انګورو د کرلو لپاره ډېر مناسب دي.
شي جين پينګ هیله لري، چې په تورفان کې د انګورو توليد چارې د شينجيانګ پرمختګ هڅولای شي. هغه په ۲۰۱۴م کال کې له شينجيانګ څخه د کتنې په وخت کې ويلي وو، چې په شينجيانګ کې وچه ډوډۍ، کباب، پلو، انګور او بېلا بېل ځانګړي خوراکي توکي شتون لري، د شينجيانګ اوسيدونکي د شتمنو خوراکي توکو په لرلو سره نېکمرغه ژوند لري. شي جين پينګ د ۲۰۱۷م کال په مارچ کې د چين د دوو ملي غونډو په ترڅ کې د شينجيانګ له پلاوي سره د ليدنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ، چې په شينجيانګ کې بايد ځانګړې او ښې تولیدي چارې پراخې شي.
اوسمهال په تورفان کې د انګورو توليد چارې له ځايي سيلانيزو چارو سره په ګډه ډېر پرمختګ کړیدي، چې ځايي بزګرانو ته یې ډېرې ګټې رسولې دي.