ناټو د ډله ييز مقاومت پخاطر د اسيا او ارام سمندر سیمې د برخه اخيستنې لپاره هڅه کوي
CMG2022/07/16 12:21:25
شريکول:

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي جانګ مينګ د جولای په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې  وویل، چې څه موده  مخکې ناټو د شانګهای د همکارۍ سازمان ځينې غړي هېوادونه، سيسټماتيک دښمنان بللي، چې د دوی دغه کړنه د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو لپاره  ګټوره نه ده. نوموړي زياته کړه، چې وار دمخه ايران او بيلاروس د شانګهای همکارۍ سازمان ته غوښتنليکونه وړاندې کړي، خو اړونده قانوني پروسې یې روانې دي .

 هغه په ياده خبري ناسته کې همدارنګه  وویل، چې تر سړې جګړې وروسته ډېرو پرمختيایي هېوادونو  ډېر فرصتونه تر لاسه کړي، خو ناټو په پر له پسې توګه مخالفين رامنځته کړي او د دې سازمان له غړو هېوادونو پرته له نورو هېوادونو سره د مبارزې پر افکارو يې ټينګار کړی او  د ډله ييز مقاومت  پخاطر د اسيا او ارام سمندر سيمې د برخه اخيستنې لپاره هڅه کوي.