د جولای د شپاړلسمې نېټې د سهار په شپږو بجو او ۵۷ دقيقو، چين د تاې يوان ښار د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د چانګ جنګ د دوهم نمبر نقلیه راکيټ په وسيله په بريالیتوب سره (03/04 four-dimensional satellites) دوې سپوږمکۍ فضا ته وتوغولې. اوس دغه دوه سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته داخلې شوي او د توغولو دنده يې په برياليتوب سره تر سره شوې ده.
د معلوماتو له مخې يادې سپوږمکۍ د ځمکې د څارنې، جغرافيايي حسابونو، د طبيعي ناورينونو د نظارت او د ښاري پلانونو د جوړولو په شمول، په ډېرو برخو کې خدمتونه کوي.
(غاټول)