د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د ملي اقتصادي شمېرو له مخې، چې د جولای په ۱۵مه نېټه خپرې شوې، د چين د کورنیو توليداتو عمومي اندازه ۵۶۲۶۴،۲ مليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۵ سلنه زياتوالی ښیي. د اپريل او مې په مياشتو کې د عمده توليداتو او تقاضا د شاخصونو د کمښت په وړاندې د چين دا لاسته راوړنه اسانه نه ده او د چين د اقتصاد د پياوړتيا څرګندونه کوي.
د یادولو وړ ده، چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په چين کې د اوسېدونکو لخوا د توکو مصرفي بيې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱،۷ سلنه لوړې شوي، چې په اروپا او امريکا کې د ۸ سلنې لوړېدو په پرتله د پام وړ ټیټوالی دی او دا د نړیوال انفلاسیون له لوړې کچې سره ښکاره توپیر لري. د یادولو ده، چې دا د چين د اقتصاد د ښه فعاليت او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټور کار دی.