د چين ميډیا ګروپ له خوا د نوې ميډيا له لارې د ۲۰۲۲م کال د قطر د نړيوال جام د مخابراتو خدمتي پلان د خپرولو کنفرانس د جولای په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.
د فیفا(FIFA) د مهم همکار په توګه، د چين ميډیا ګروپ په لویه کچه د تلویزیون او نوې ميډيا له لارې د ۲۰۲۲م کال د قطر نړیوال جام د خپرولو ځانګړي حقونه لري او د سپورتي لوبو د خپرولو قوي توان به ولوبوي، ترڅو په ښه توګه د سلګونو ميلیونو لیدونکو لپاره د فوټبال نړیوال جام وړاندې کړي.