د اروپايي ټولنې کمېټې د جولای په ۱۵مه نېټه پر روسيې د نويو بنديزونو لايحه اعلان کړه، چې پکې له روسيې څخه د سرو زرو د وارداتو ممنوعيت شامل دی، خو د طبيعي ګازو واردات په دغو بنديزونو کې نه دي شامل شوي.
د اروپايي ټولنې د مقرراتو له مخې ياده لايحه به د ۲۷ غړو هېوادونو تر منظورولو وروسته نافذه شي. د اټکل له مخې د دغې ټولنې د بېلا بېلو غړو هېوادونو استازي به په راتلونکي اوونۍ کې د يادې لايحې په اړه بحث وکړي.