په جده کې د (امنيت او پرمختګ) سرمشريزه پای ته ورسېده
CMG2022/07/17 11:28:16
شريکول:

د امنيت او پرمختګ سرمشريزه چې د خليج همکارۍ ټولنې د ۶ غړو هېوادونو او امریکا، مصر، اردن او عراق مشرانو پکې ګډون کړی و، د جولای په ۱۶ مه نېټه د سعودي عربستان په جده کې پای ته ورسېده او پدې سره منځني ختيځ ته د امريکا د ولسمشر جوبايډن لومړی سفر هم پای ته ورسيد.

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د دغې سرمشريزې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې هېواد يې توان لري، چې د اومو نفتو د توليد ورځنۍ اندازه ۱۳ ميليونو بيرلو ته لوړه کړي.

بايډن په خپله وينا کې ويلي، چې ايران سيمه ييز ثبات خرابوي او هېواد يې اجازه نه ورکوي چې ايران اټومي وسلو ته لاسرسی ولري او هوډ لري چې له خپلو متحدينو سره په ګډه په  سيمه کې ترهګريز ګواښونه لرې کړي.

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د دغه هېواد د کابینې په يوې غونډې کې د بايډن وروستيو خبرداريو ته په ځواب کې ويلي، چې امریکا بايد واقعيتونه درک کړي او له پخوانيو تجربو څخه دې درس واخلي او پر ايران د بنديز لګولو ناکامې تجربې دې تکرار نه کړي.

جوبايډن د روانې مياشتې له ۱۳ مې تر ۱۶ مې نېټې پورې اسرائيل، د اردن سيند لوېديځې غاړې او سعودي عربستان ته سفر وکړ. دا د امریکا د ولسمشر په توګه منځني ختيځ ته د نوموړي لومړی سفر دی.

څېړونکي پدې اند دي چې، بايډن په دغه سفر کې لاسته راوړنې نه لري، دغه راز سعودي ادعا کوي چې د زياتو نفتو د توليد توان لري، خو دغه اندازه يې واقعي توليدي اندازه نه ده. برسيره پردې بايډن غواړي، چې د منځني ختيځ له هېوادونو سره په ګډه له ايران او روسيې سره مقابله وکړي، خو په ياده سرمشریزه کې د نورو هېوادونو ګډون کوونکو مشرانو د بايډن غوښتنې ته څرګند ځواب نه دی ورکړی.