هوسا شينجيانګ چې په لويديځو رسنیو کې نه منعکس کېږي
CMG2022/07/17 15:15:58
شريکول:

د شینجیانګ په اړه د لويديځو رسنيو له حقیقته لرې راپورونه د افسوس وړ دي او دغه خبرونه فیلټرېږي، دروغ او دسيسې خپروي.

ډېری هغه کسان چې ناوړه موخې لري، د شخړو او توپيرونو رامنځته کولو په هدف له شینجيانګ څخه د وسیلې په توګه کار اخلي، نو دغه کسان کله هم نه غواړي چې خلکو ته واقعي شینجيانګ وښيي.

خو حقیقت دادی، چا چې شینجيانګ له نږدې لیدلی، هغوی پوهېږي او له خپلو سترګو څخه د رنګه ښيښو په لرې کولو سره خلکو ته د لویديځو رسنيو د ناسمو خبرونو او راپورونو میتودونه افشا کولای شي.

که تاسو له خپلو سترګو رنګه ښيښې لرې کړئ او د غربي رسنیو د "فلټر شویو" راپورونو تر اغېزې لاندې را نه شئ، نو يو متفاوت شينجيانګ به وګورئ. هلته پر خلکو جبري کار نه کېږي، نسل وژنه هم نشته، بلکې لیدلي به مو وي چې خلک د پرمختګ، ثبات او د ښه ژوند لپاره په ګډه کار کوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ ویلي، چې د شينجيانګ د اقتصاد باکيفيته پرمختګ بايد چټک شي، د ځانګړو او ښو توليدي چارو روزنې ته دې ادامه ورکړل شي او د خلکو اقتصادي توان دې پياوړی شي.

موږ ټول په دې ښه پوهېږو چې کار د یو شخص او يوې کورنۍ لپاره ډېر مهم دی. که منطقي فکر وکړو نو دې نتیجې ته به ورسېږو چې په خپله خوښه ژوند او کار کولو ته د جبري کار نوم ورکول يوه بې معنا او بې بنسټه خبره ده.

شي جين پينګ پنځه کاله د مخه پر دې ټينګار کړی، چې بايد د شينجيانګ د ځانګړو او ښو تولیدي چارو لپاره روزنې پراخې شي. د شينجيانګ په تورپان ښار کې د انګورو توليدي چارې يې يوه بېلګه ده. ځايي اوسيدونکي له انګورو څخه د ممیزو جوړول يو ځايي هنر ګڼي او دا په ټول هېواد کې ډېر شهرت لري او دغه راز ځايي بزګرانو ته د شتمن کېدو لپاره فرصت برابر شوي دي. د شينجيانګ په ټوله سيمه کې ځايي خلکو ته د روزګار پيدا کولو لپاره زيات تدبيرونه عملي شوي دي، د بېلا بېلو قومونو کارګرو ته د مسلکي تخنيکونو روزنه ورکړل شوې، په دقيق ډول د کار زمينه برابره شوې او له خلکو سره مرسته شوې، په کليو کې له کارګرو، له ښوونځيو څخه له فارغ شويو زده کوونکو او د وزګارو خلکو سره مرسته شوې ده.

د شينجيانګ خلک د کار او د عايدات تر لاسه کولو ضمانت لري، نو په طبيعي ډول د بېوزلۍ انديښنې يې ختمې شوي دي. په شينجيانګ کې په باکیفیته توګه د اقتصاد پرمختګ سره د کار زمینه نوره هم لوړه شوې او زياتېږي.

شي جين پينګ د بېوزلۍ پر له منځه وړلو ټينګار کړی او ویلي يې دي چې د کليوالو سيمو ابادۍ چارې دې پرمخ لاړې شي.

د ۲۰۲۰م کال تر پايه پورې په شينجيانګ کې ټولې بې وزله ولسوالۍ له بېوزلۍ څخه وتلي او د بېوزلۍ د پوره لرې کېدو برياليتوب تر لاسه شوی. اوسمهال شينجيانګ د دغې لاسته راوړنې د ټينګولو سره په عین وخت کې د کليوالو د ابادۍ او سمسورتيا نوې پاڼه پرانيسته. د بېوزلۍ له منځه وړلو وروسته د نفوس د زياتېدو تمايل رامنځته شوی. د اويغوري قوم په شمول د لږ کيو قومونو نفوس په ثابته توګه د زياتېدو په حال کې دی. د شميرنې له مخې د اويغوري قوم نفوس له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې هر کال ۱اعشاريه ۶۷ سلنه زيات شوی، چې په همدې موده کې د نورو لږ کیو قومونو د نفوس په پرتله ډېر زيات و. د نژاد ختمولو په اړه بې بنسټه خبر بيخي شتون نه لري.

د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې د لږ کيو قومونو اوسيدونکي په فعاله توګه د کليو د ابادۍ او سمسورتيا لپاره کار کوي. د انټرنټ له لارې د ځايي کرهنيزو توليداتو او خوراکي توکو پلورل زيات شوي. د شينجيانګ په کليو کې ډول ډول ځانګړي خوراکي توکي د انټرنټ او د پرمختللي ټرافيکي سيسټم له لارې د هېواد بېلا بېلو ځايونو ته لېږدول کېږي. د شينجيانګ د کاشعر په لرغوني ښار کې د اويغوري قوم يوې پېغلې نورګلي ممتې له خپلو اويغوري ملګرو سره سوداګريزه ډله جوړه کړه، چې د انټرنټ له لارې ځايي ميوې پر نورو ځايونو پلوري. دغه ځوانان د خپلې علاقې سره سم فعالیت کوي او راتلونکې ته هيلې لري.

جعلي خبرونه د ريښتيا په وړاندې هيڅ ارزښت نه لري. سره له دې چې لويديځې خبري رسنۍ نه غواړي رښتيني شينجيانګ خلکو ته ور معرفي کړي، خو د شينجيانګ د هوسا پرمختګ قدم هېڅکله نه درېږي. د شینجیانګ د بېلا بېلو قومونو خلک چې کله د دوی په اړه د لویدیځو رسنيو خبرونه او راپورونه اوري، نو ورپورې خاندي، ځکه دوی پوهېږي چې حقیقت څه دی.