په چين کې د آسيا په کچه لومړنی مسلکي هوايي ټرانسپورټي ميدان پرانيستل شو
CMG2022/07/17 11:29:06
شريکول:

 د چين د هو بې ولایت په عه جو ښار کې هوا هو هوايي ميدان چې د باربرۍ لپاره د نړۍ څلورم او د اسيا لومړنی مسلکي هوايي ميدان ګڼل کېږي، د جولای په ۱۷ مه نېټه ګټې پرانيستل او اخيستنې ته وسپارل شو.

ياد هوايي ميدان د چين له هغو لويو ښارونو سره ډېر نږدې دی چې اقتصاد يې د دغه هېواد په اقتصادي حجم کې ٪۹۰ برخه نيسي، او باروړونکې الوتکې يې يوازې تر يو نيم ساعتونو کم وخت کې دغو ښارونو ته رسېږي.

ځايي چارواکو ويلي، چې دغه هوايي ميدان به د ورځې له خوا د مسافرينو د وړولو لپاره او د شپې به بيا د مالونو د لېږد رالېږد لپاره کارول کېږي. نوموړي همدرانګه اټکل کړی، چې په ۲۰۲۵م کال کې به له دغه هوایي ميدان څخه یو ميليون مسافر تګ راتګ وکړي او د وړل شوو او راوړل شوو مالونو اندازه به ۲ ميليون او ۴۵۰ زرو ټنو ته ورسېږي.