د يورو سيمې څو هېوادونه له اقتصادي بحران سره مخ دي
CMG2022/07/17 12:30:05
شريکول:

د ايټاليا د صنعتګرو ګډې ټولنې د جولای په ۱۶مه نېټه مياشتنی راپور خپور کړی، چې له مخې به يې د دې هېواد راتلونکي اقتصادي پرمختګ خورا نا څرګند وي.

ايټاليا د يورو سيمې د درېيم لوی اقتصاد په توګه له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده، خو په دې سيمه کې نه يوازې ایټاليا، بلکې نور هېوادونه هم له اقتصادی بحران سره مخامخ دي.

د اروپايي ټولنې  احصائيه ښيي، چې د اوکراين د کړکيچ تر منفي اغيزو لاندې په جون کې د دې ټولنې د غړو هېوادونو د پيسو پړسوب انډول په سلو کې اته اعشاريه شپږو ته رسيدلی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. په دې جمله کې د جرمني، فرانسي، ايټاليا او هاسپانيا دغه رقم ډېرې لوړې کچې ته رسيدلی دی.

د جون په مياشت کې د يورو په سيمه کې د انرژيو بيې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴۱ اعشاریه ۹ زياتوالی ښيي. د معلوماتو له مخې د اروپايي ټولنې د انرژيو په جوړښت کې د نفتو او طبيعي ګازو اندازه شپېته برخه نيسي چې زياتره يې له روسيې څخه وارديږي.

 

(غاټول)