ترکيه به د هر هېواد د کډوالو کمپ نه وي
CMG2022/07/17 12:27:57
شريکول:

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند بيلګيک د جولای په ۱۶مه نېټه ويلي، چې هېواد به يې د هر هېواد د کډوالو کمپ نه وي او په هر صورت کې به د درېیم هېواد نړيوال مسئوليت پر غاړه وانخلي.

 له دې نه مخکې د بريټانيا خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير تريس چې د بريټانيا د لومړي وزارت له کانديدانو څخه یو ګڼل کېږي، پر ترکیې غږ کړی، چې ور سره دې د روانډا پلان په شان تړون لاسليک کړي.

د روان کال په اپرېل کې بريټانيا له روانډا سره د ۱۲۰ مليارډو پونډو په ارزښت تړون لاسليک کړ او ويې غوښتل چې په بريټانيا کې بهرني پناه غوښتونکي ياد هېواد ته وسپاري.

 بيلګيک په يوې اعلامیې کې ويلي، چې هېواد يې په تېرو اتو کلونو کې تر نورو هېوادونو زيات کډوال منلي دي، نو امکان نشته، چې په دې برخه کې نور بار وزغمي. هغه زياته کړې، چې ټول هېوادونه دې د کډوالو او مهاجرينو د مسئلې په هکله مساوي مسؤليت پر غاړه واخلي.

(غاټول)