د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د دولتي تصديو ګټې له اتګل زياتې شوې
CMG2022/07/17 11:15:53
شريکول:

 د چين دولتي شورا د بيت المال نظارتي او اداري کمېټې د جولای په ۱۶ مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد دولتي تصديو د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له اټکل زياتې ګټې ترلاسه کړې او د پرمختګ کيفيت يې پياوړی شوی دی.

رسمي شمېرنه ښيي، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د چين دولتي تصديو ۱۹۲۰۰ مليارډه يوانه عايدات ترلاسه کړي او عمومي ګټې يې ۱۴۰۹ مليارډو او ۳۶۰ ميلیونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ٪۱۲ او ٪۷.۱ زياتوالی ثابت شوی دی.

د چين د دولتي شورا د پرمختګ څېړنيز مرکز يو مسوول شو جاو يوان وايي، د چين حکومت د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له اقتصادي ننګونو سره په مقابل کې ۲۷ نوې تګلارې عملي کړې، څو له متوسطو او کوچنيو تصديو سره د اقتصادي ستونزو د هوارې لپاره مرسته وکړي. د دې ترڅنګ دولتي تصديو زياتې پانګونې کړې او د مهمو پروژو چارې يې پر مخ وړې دي، چې د دغه هېواد د ثابتې اقتصادي ودې لپاره يې مهم رول لوبولی دی.