د سريلانکا پارلمان د جولای په ۱۶مه نېټه يوه ځانګړې غونډه تر سره کړه او سرمنشي يې د دې پخلی وکړ، چې د ولسمشرۍ چوکۍ خالي شوې ده او په پارلمان کې يې د پخواني ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا استعفا لیک ولوست.
هغه زياته کړې، چې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره د کاندیدانو نوملړ دې د جولای د ۱۹مې نيټې په لسو بجو د پارلماني غونډې پر مهال وړاندې شي. که د کانديدانو شمېر له يو تن څخه زيات وي، نو نوی ولسمشر بايد د جولای په شلمه نېټه په پارلمان کې د رايې ورکونې له لارې وټاکل شي.
(غاټول)