ښايي د امریکا انفلاسیون د نړۍ کمزوري اقتصادونه سقوط کړي
CMG2022/07/17 13:08:57
شريکول:

د امریکا د فډرال ریزرو سیسټم په دغه هېواد کې د بې ساري انفلاسيون د کنټرول په موخه سوداګريزو بانکونو ته امر کړی، چې مشتريانو ته دې د هغوی د اخیستلو توان زياتېدو په موخه سود زیات کړي. د یو شمېر هېوادونو اقتصادپوهان پدې اند دي، چې په امریکا کې انفلاسيون او د فډرال ریزرو سیسټم ياده پرېکړه به نړیوال اقتصاد ته ډېر زيانونه ورسوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت یو مسوول جانګ جيان پينګ وايي، که د امريکا د فډرال ریزرو سیسټم سود زیات کړي، دا به په پرمختيايي هېوادونو او نويو مخ پر وده هېوادونو ډېرې منفي اغېزې ولري. د بېلګې په توګه اوس په ترکيه کې د انفلاسیون يا د پيسو پړسوب نږدې ٪۸۰ ته لوړ شوی او د سريلانکا اقتصاد هم مخ پر ځوړ دی، چې دا ټول د فډرال ریزرو سیسټم د پرېکړې د منفي اغېزو ښودنه کوي.

د برازيل د سوپاولو دولتي پوهنتون اقتصاد پوه، پروفيسور ماکس وايي، د سود د زیاتېدو زيان ټولې نړۍ ته رسېږي او منفي اغیزه کوي، ټول هغه هېوادونه چې د امريکا له پولي سيستم سره اړيکې لري، د فډرال ریزرو سیسټم د يادې پرېکړې له کبله به د خپل سود کچه هم لوړه کړي، ترڅو بهرنۍ پانګونې را جلب کړي. اوس په برازیل کې د سود کچه ٪۱۳.۲۵ ته لوړ شوې او د وزګارتيا کچه هم ډېره لوړه شوې ده.

د سينګاپور اقتصاد پوه، يه شيو ليانګ وايي، ښايي په امريکا کې انفلاسيون د ډېرو کمزورو اقتصادونو د سقوط سبب وګرځي.