د افریقا لیګ د کال د منځنۍ مودې د همغږۍ ۴مه غونډه ترسره شوه
CMG2022/07/18 11:13:41
شريکول:

د افریقا لیګ د کال د منځنۍ مودې د همغږۍ ۴مه غونډه د جولای په ۱۷مه نېټه د زامبیا په پلازمېنې لوزاکا کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د افریقا د ۱۳ هېوادونو ګډونوالو مشرانو د ليګ پر غړو هېوادونو غږ وکړ، چې د افریقا د ازادې سوداګرۍ سیمې جوړونه پرمخبوزي او د افریقا د یو ځای کېدو او صنعتي کېدو بهیر دې چټک کړي. 

د یاد لیګ نوبتي رئیس او د سنیګال ولسمشر مکي سال تر یادې غونډې وروسته په یوې خبري ناستې کې وویل، چې د غونډې ګډونوالو په ټوله کې د افریقا د یو ځای کېدو او د سیمه ییزې ازادې سوداګرۍ پر هڅولو بحثونه وکړل او ګډونوالو مشرانو يې موافقه وکړه، چې د افریقا د ازادې سوداګرۍ تړون به پلی او پر وړاندې به یې د سوداګرۍ شته خنډونه کم کړي او د سوداګرۍ د یو ځای کېدو بهیر به وهڅوي.

 (هیله)