د سربیا مرستیال لومړي وزیر او د دفاع وزیر نیبوجسا سټیفانویک د جولای په ۱۷مه نېټه په یوې خبري ناستې کې وویل، چې د اوکراین یوه الوتکه د همدې مياشتې په ۱۶مه نېټه په يونان کې نسکوره شوې او ۸ تنه پکې وژل شوي دي.
د مالوماتو له مخې، ياده الوتکه له سربيا څخه د بنګله دېش په لور روانه وه، چې په ماشين کې يې خرابی راغلی او اور يې اخيستی دی.
د الوتکې پېلوټ د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه، خو الوتکه د یونان د کوالا ښار هوايي ډګر ته تر رسېدو مخکې نسکوره شوه.
(هیله)