د البانيا رسنیو د جولای په ۱۷مه نېټه د دغه هېواد د ملي اطلاعاتو ټولنې په قول خبر ورکړی، چې هېکرانو د البانيا د انلاين عامه خدمتونو او د حکومت رسمي ويبپاڼې په نښه کړي او په موقت ډول يې بندې کړې وې.
د البانيا د انټرنېټ تخنيکي ادارو د يادې ستونزې په حل کې پوره مرسته کړې او د البانيا له خلکو، رسنيو او تصديو يې غوښتي، چې د انټرنټ امنيت ته جدي پاملرنه وکړي او خپل مالومات خوندي وساتي.
(مينه)