د افغانستان د سرپرست حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د جولای په ۱۷ مه نېټه پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي، چې امنيتي ځواکونو یې د ۱۶مې نېټې په شپه په کندز کې د داعش پر يوه پټنځي بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۳ داعشيان وژلي او ۵ یې ژوندي نيولي دي.
له تېرو دوو مياشتو راهیسې د افغانستان له بېلا بېلو سيمو د تاوترخوالي او بريدونو راپورونه ورکول کيږي، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اړول شوې ده.
داعش ډلې څو ځلې د زده کړو پر مرکزونو، ښوونځيو او جوماتونو بريدونه کړي او کله کله يې مسافر وړونکي موټرونه هم په نښه کړي دي.
(مينه)