د اوکراين ولسمشرۍ ويبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي د جولای په ۱۷ مه نېټه يو فرمان لاسليک کړی، چې له مخې يې د دغه هېواد لوی څارنواله اېرينا وينېديکتوا او امنیت رئیس اېوان باکانوف له دندو ګوښه کړي دي.
ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي د اوکراين لوی څارنواله اېرينا وينېديکتوا او امنیت رئیس اېوان باکانوف په داسې حال کې له دندو ګوښه کړي، چې د دغه هېواد د ملي امنیت ادارې او د څېړنو ملي رياست په ګډه روسیې ته د جاسوسۍ په تور د امنيت ادارې يو کارکوونکی نيولی دی.
زېلېنسکي ويلي، چې د اوکراين د ملي امنيت اداره او د قانون پلې کولو ادارې به د هر کارکوونکي د ځانګړو کړنو څېړنې وکړي او قانون به پرې پلی کړي.
(مينه)