شي جين پينګ د نړۍ د مهمو کرنيزو ميراثونو نړيوال کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/07/18 15:55:55
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۸مه نېټه د نړۍ د مهمو کرنيزو ميراثونو نړيوال کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې انسانانو د کرنې تمدن جوړ کړی او د کرنيزو ميراثونو ساتنه د ټولو ګډه دنده ده. چين د ملګرو ملتونو د غلو دانو نړيوال سازمان د کرنيزو ميراثونو وړانديز ته فعال غبرګون ښيي او غواړي کرنيز ميراثونه وساتي او په ميراث يې واخلي. چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د کرنيزو ميراثونو ساتنه پياوړې او په اقتصادي، ټولنيزو، ايکلوژيکو او ساينسي او تخنيکي برخو کې به د کرنيزو ميراثونو ارزښتونه ومومي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا په عملي کولو کې به مرسته وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به جوړه کړي.