وانګ يي د هنګري له خارجه وزير سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/07/18 14:28:59
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۱۷ مه نېټه له خپل هنګري سیال پيټر سزيجارتو سره ټليفوني خبرې کړې دي.

پيټر سزيجارتو له وانګ يي سره په خبرو کې د اروپا او هنګري اوسنيو حالاتو په اړه غږېدلی او ويلي يې دي، چې هېواد يې د اوکراين مسئلې له امله له اقتصادي او مالي ستونزو او چېلنجونو سره مخ شوی دی.

نوموړي په بېلا بېلو برخو کې د هنګري او چين همکاريزې لاسته راوړنې ستایلي او خوښي يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې او همکارۍ په برياليتوب پر مخ روانې دي.

سزيجارتو زياته کړې، چې هيواد يې غواړي، له چين سره لوړپوړی تګ راتګ روان وساتي او خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ورسره پرمخ بوځي.

نوموړي د چيني تصدیو هر کلی کړی، چې په هنګري کې پانګونې وکړي او حکومت به یې ورته اسان او ښه چاپېريال برابر کړي.

وانګ يي ويلي، چې چين له هنګري سره باور او دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او د چين د چارو په اړه يې عادلانه دريځ ستايي.

نوموړي ويلي، چې هنګري د چين قانوني ادعاوې درک کړي او د حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره يې له چين څخه ملاتړ کړی دی.  چين غواړي له هنګري سره داسې متقابلې باوري اړيکې جوړې کړي، چې د نورو هېوادونو لپاره بېلګه وګرځي.

وانګ يي زياته کړې، چې چين به له هنګري سره دوستانه تګلارې ته پرله پسې دوام ورکړي، د خپلمنځي متقابلو ګټورو همکاريو په اړه به ورسره مثبت او پرانيستی چلند او په دغه هېواد کې د چيني تصديو له پانګونې څخه به ملاتړ وکړي او هيله يې ښودلې، چې هنګري به د سوداګرۍ لپاره ثابتې تګلارې او مناسب چاپېريال برابر کړي.

وانګ يې باور ښودلی، چې هنګري به په راتلونکي کې هم عادلانه دريځ وساتي او د چين په اړه به د اروپايي ټولنې مثبتې او عملي تګلارې په غوره کولو کې هڅې وکړي.

(مينه)