خبري رسنۍ: بايډن د منځني ختيځ وضعيت ډېر خطرناک لوري ته ګرځولی
CMG2022/07/18 15:23:21
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د جولای په ۱۶ مه نېټه منځني ختيځ ته د امريکا د ولسمشر په توګه لومړی څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه. 
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې په وار سره له اسرائيل، فلسطين او سعودي عربستان څخه لېدنې وکړې او په جده کې يې د امنيت او پرمختګ سرمشريزې مشري وکړه، خو خبري رسنيو د نوموړي دغه سفر مثبت نه دی ارزولی.
روېټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره د بايډن له کتنې څخه ښکاري، چې د دواړو هېوادونو اړيکې په ډېرې سختې رغول شوي او همدا یې د بايډن د سفر لاسته راوړنه بللې، خو له دې پرته نوموړی له منځني ختيځ څخه تش لاس وتلی دی.
د امريکا اېن بي سي د جولای په ۱۷ مه نېټه خبر ورکړی، چې بايډن له سعودي عربستان څخه هغه ژمنه نه ده ترلاسه کړې، چې د پيسو پړسوب د کنټرول په موخه به د نفتو په توليدي اندازه کې څومره زياتوالی راولي او نه يې هم د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو د ارامولو په برخه کې پرمختګ ترلاسه کړی دی.
اېن بي سي زياتوي، چې بايډن خپل هېواد ته ستون شوی، خو داسې هيڅ لاسته راوړنه نه لري، چې خلکو ته یې وښيي.
جو بایډن په داسې حال کې، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړو د امريکا او د منځني ختيځ د نفتو تولېدوونکو هېوادونو ترمنځ پراخ توپير رامنځته کړی، د جدې په سرمشريزه کې د منځني ختيځ له مشرانو سره ژمنه کړې، چې هېواد به يې په دغې سیمې کې داسې تشته پرېنږدي، چې چين، روسيه يا ايران ورته راودانګي او ډکه يې کړي.
د منځني ختيځ هېوادونو د واشينګټن له يادې هڅې څخه ډډه کړې او ويلي یې دي، چې دوی نه غواړي، په سيمې کې ډلې ټپلې رامنځته او نارامي خوره شي.
 .
د نيويارک مجلې په راپور کې راغلي، چې منځني ختيځ ته د بايډن سفر نوې جنګي کرښه کښلې او د امريکا تګلارې او د منځني ختيځ وضعيت يې ډېر خطرناک لوري ته ګرځولی دی.