ایران: امریکا په منځني ختيځ کې ترینګلتیا او کړکېچ جوړوي
CMG2022/07/18 10:34:42
شريکول:

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د جولای په ۱۷مه نېټه ویلي، چې امریکې د ایران د وېرولو تګلارې ته دوام ورکړی او په منځني ختيځ کې يې د ترینګلتیا او بحران جوړولو هڅې پېل کړې دي.

کنعاني ويلي، چې واشنګټن د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې دوامدارې لاسوهنې کوي او پر ځينو هېوادونو يې پوځي تېري کړي او په ځينو بیا په لويې پيمانې وسلې پلوري.

کنعاني زياته کړې، چې امريکا اوس په منځني ختيځ کې د خپلو ځواکونو د ودې او پرمختګ هڅې پېل کړې دي. 

د امریکا ولسمشر جوبايډن د جولای له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې له اسرائیل، د فلسطین د اردن سیند له لوېديځې غاړې او سعودي عربستان څخه لیدنې وکړې. هغه د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه په سعودي کې د امنیت او پرمختګ په سرمشریزه غونډه کې د ګډون پر مهال وویل، چې ایران د سیمې ثبات ویجاړوي او امریکا به اجازه ور نه کړي، چې دغه هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.

 (هیله)