د چين د نوې انرژۍ د موټرو توليدي چارو چټک پرمختګ موندلی
CMG2022/07/18 15:45:59
شريکول:

چين د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته د پاکې انرژۍ موټرونه صادر کړي او  د پلور اندازه يې په څرګنده توګه زياته شوې ده.

چين د ګوانګ جو بندر څخه د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د پاکې انرژۍ  زيات موټرونه صادر کړي، چې شمېر يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې ۹ چنده زياتوالی ښيي.

د ګوانګ جو بندر د اسهامو شرکت د توليدي چارو مرستيال ویلي، چې اوسمهال له دغه بندر څخه د څه باندې۳۰ برانډونو د نوې انرژۍ موټرونه صادريږي او زیاتره يې ناروې، ډنمارک او هالنډ په شمول اروپايي هېوادونو ته ځي.

د چين په کورني بازار کې د پاکې انرژۍ  موټرو د توليد او پلور اندازه زياته  شوې، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې يې شمېر په جلاجلا توګه له ۲ميليونو او ۶۰۰ زرو څخه اوښتی و او دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱اعشاريه ۲سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د عمومي اقتصاد څيړنيز انسټيټيوټ د صنعتي چارو ادارې منشي ويلي، چې د نوې انرژۍ د موټرو د بيټري د ظرفيت په برخه کې په لسو مخکښو نړيوالو تصديو کې شپږ تصدۍ د چین دي او په نړيوال بازار کې يې شاوخوا ٪ ۵۵.۸ ونډه نيولې ده.