منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن لومړی سفر د روان کال د جولای په ۱۶ مه نېټه په ناڅاپي توګه پای ته ورسېد. د منځني ختیځ ډېرو هېوادونو د نفتو د تولید د زیاتولو او د جګړې د رامنځته کولو لپاره د امریکا د وړاندیز په اړه بې تفاوته غبرګون وښود او د منځني ختیځ ولسونو د فلسطین او اسرائیلو په مسئله کې د امریکا د غیر عادلانه دریځ په اړه سخت اعتراض وکړ.
د جو بایډن دغه سفر یو ځل بیا دا ثابته کړه چې تسلط او ځان غوښتنې عملونه د هرکلي وړ نه دي.
له دې مخکې امريکا ادعا کړې وه چې د جو بایډن دغه سفر به د امريکا او منځني ختیځ ترمنځ په اړیکو کې "نوی فصل" پرانیزي. خو ښکلی خبر دا حقیقت نشي پټولای ، چې له اوږدې مودې راهيسې امريکا د منځنيختیځ ډېری هېوادونو ته د وسیلې په سترګه ګوري.
خو نړیواله ټولنه په روښانه توګه لیدلی شي چې منځني ختیځ ته د بایډن د سفر اصلي موخه له منځني ختیځ څخه د امریکا د سیاسي ګټو په لټه کې کېدل او د امریکا د تسلط د ساتلو لپاره کارول دي.
سي اين اين خبر ورکړی چې که چېرې د اوکراین د ناورین له امله د نفتو په نړیوالو بازارونو کې ګډوډي نه وای رامنځته شوې، بایډن ممکن منځني ختیځ ته سفر نه وای کړی.
د سفر په جریان کې، امریکا هڅه وکړه چې د سعودي عربستان په ګډون د دې سیمې د نفتو پر تولیدوونکو هېوادونو فشار واچوي څو د نفتو تولید زیات کړي او د نفتو نړیواله بیه راټیټه کړي.
همدارنګه د امريکا د انفلاسیون فشار کم کړي او له بایډن سره په ټاکنو کې مرسته وکړي. سربېره پر دې، امريکا هم غواړي د منځني ختیځ ډېری هېوادونه له ایران او روسیې سره د مقابلې لپاره وهڅوي چې سیمه يیز تاوتریخوالی لا زیات کړي.
د امریکا د هڅولو په وړاندې، د مصر، اردن، عراق او نورو هېوادونو مشرانو په ښکاره غبرګون نه دی ښودلی. خو د امریکې کړنې د تسلط له فکر سره مل دي. دا د سولې، ټیکاو، همکارۍ او پرمختګ د ساتلو لپاره د منځني ختیځ د هېوادونو د ګډو هیلو سره سمون نه خوري.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په دې وروستیو کې ویلي چې نړۍ اوس مهال د کرونا وبا او جیو پولیټیک له امله رامنځته شويو لويو ننګونو سره مخ ده چې د نړیوال اقتصاد د بیا رغولو، د خوړو خوندیتوب ترلاسه کولو او د عامې روغتیا د تضمین لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا لا زیاتو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
منځني ختیځ ته د بایډن سفر یو ځل بیا د فلسطین او اسرئیلو په مسئله کې د هغه یو اړخیز دریځ څرګند کړ چې د فلسطینیانو د اعتراضونو لامل شو. له څو کلونو راهیسې، امريکا د منځنيختیځ په سیمه يیزو چارو کې ښکاره لاسوهنه کړې، څو ځله یې جګړې پیل کړې او یو اړخیز بندیزونه يې لګولي چې په پایله کې د ډېرو ملکي وګړو د وژل کېدو او د ډېرو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو لامل شوي دي. د ګډوډۍ جوړوونکي په توګه د امريکا اصلي څېره د منځني ختیځ ولسونو ته په ډاګه شوې ده. او منځنی ختیځ له ګڼو ننګونو سره مخ دی. یوازې د منځني ختیځ له هېوادونو او خلکو سره د امنیت او پرمختګ مسئلو په حلولو کې په صادقانه توګه مرسته کول او له هغوی سره د رغنده مرستو برابرول واقعاً مسؤلانه فعالیت دی او دا به د منځني ختیځ د هېوادونو او خلکو لخوا په رښتینې توګه هرکلی شي.