د ايران حکومت د جولای په ۱۶ مه نېټه د اېم اي کۍ (MEK) ترهګريزې ډلې څخه د ملاتړ په تور پر ۶۱ امريکايانو بنديزونه اعلان کړي، چې د امريکا پخوانی خارجه وزير مايک پومپيو هم پکې شامل دی.
د ايران د اټومي تړون د بيا پیل په سر خبرې اترې څو مياشتو مخکې پيل شوي، خو اوس په رکود کې پاتې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۶ مه نېټه په يوې بيانيې کې ویلي، چې اېم اي کۍ (MEK) ډلې په دغه هېواد کې له تېرو لسګونو کلونو راهيسې بې شمېره ترهګريزې کړنې ترسره کړي، چې له امله يې تر ۱۷ زرو زیات بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي.
بيانيه وايي، چې د امريکا حکومت غیر قانوني کړنې ترسره کړي او د اېم اي کۍ (MEK) ډلې څخه يې دوامدر ملاتړ کړی دی او دغه هېودا بايد پدې اړه نړيوال مسئوليت ومني.