د پاکستان په ختيځ کې د بېړۍ د ډوبېدو له امله ۱۹ تنه مړه شوي
CMG2022/07/19 11:23:11
شريکول:

د پاکستان خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پنجاب ايالت د رحيم يار خان ښار ته نږدې په اباسين کې د ورا يوه بېړۍ ډوبه شوې، چې له امله يې ۱۹ کسان مړه شوي دي.

د مالوماتو له مخې، په دغې بېړۍ کې لسګونه کسان سپاره وو او د واده په ورا يا جنج کې يې ګډون کړی و.

 د دغې بېړۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه شوي او څو کسان نور  ورک دي. د پنجاب حکومتي ادارې د دغې  پېښې لامل نه دی په ګوته کړی.