د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۴مه نېټه پارلمان ته يو راپور وړاندې کړی او (( د زورزياتي په مقابل کې د وړاندوينې، مخنيوي او مبارزې ستراتيژي )) يې خپره کړې ده.
امريکا په دغه راپور کې پر چين يو ځل بيا بې بنسټه تورونه لګولي او په شينجيانګ کې د نژادي تصفيې او جبري کارونو پروپاګنډ يې خپاره کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۱۸مه نېټه وويل، چې امريکا په دغه راپور کې د چين د شينجيانګ د بشري حقونو په اړه درواغ او پروپاګنډ خپاره کړي، په بد نيت يې د چين د حکومت پر تګلارو نېوکې او بريدونه کړي او د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه يې څرګنده سرغړونه کړې ده او د امريکې دغه کړنه د شينجيانګ په چارو کې د فرېبکارۍ او چل ښکارندويي کوي.
وانګ ون بين په اشارې وويل، چې امريکا له تېرې يوې مودې راهيسې د درواغو او جعلي معلوماتو په خپرولو لګيا ده او ډېرې هڅې کوي، چې پر چين بې ځايه تورونه ولګوي.