روسيه: په اوکراين کې د پوځي عملياتو مهال ويش نه لرو
CMG2022/07/19 10:58:50
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي‌ سکريتر دميتري پېسکوف د جولای په ۱۸مه نېټه ويلي،‌ چې هېواد يې په اوکراين کې د ځانګړو پوځي عملياتو مهال ويش نه لري او عمليات به يې تر هغې دوام ولري، څو ټول هدفونه ترلاسه کړي.

 روسي خبري رسنيو په همدې ورځ ويلي، چې د طبيعي ګازو د نارډ سټريم -۱ (Nord Stream - 1) پايپ لاين ، چې مخکې د جرمني سيمنس شرکت لخوا د ترميم په پار کاناډا ته انتقال شوی و، اوس جرمني ته په لاره دی او د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه به روسيې ته ورسېږي.