د برېتانیې او امریکې ظلمونه باید په عادلانه توګه قضاوت شي
CMG2022/07/19 14:58:32
شريکول:


بي ‌بي‌ سي په دې وروستیو کې دا په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د برېتانیې پخوانیو مېشتو ځواکونو ډېر ظلمونه کړي او حتی د ملکي وګړو د وژلو سیالۍ يې کړې دي.

بي ‌بي‌ سي د برېتانیې د ځواکونو د راپورونو، ايمیلونو او عکسونو په شمول د شواهدو تر پلټنې وروسته وویل، چې په افغانستان کې د برېتانیې د ځانګړو هوايي خدماتو پخوانیو غړو څو ځلې د جګړې بندیان او بې وسلې ملکي وګړي ووژل او حتی د وژلو سیالي يې کړې. د پلټنې نتیجه ښيي، چې یوې ډلې ښايي په ۶ میاشتو کې په غیر قانوني توګه ۵۴ تنه وژلي وي. سربېره پر دې، اړوندو ډلو د پېښو د ځایونو د جعلي کولو او مشرانو يې د واقعي مالوماتو د پټولو هڅه کړې ده.

د برېتانیې د دفاع وزارت د بي ‌بي ‌سي د راپور تر خپرېدو وروسته نه یوازې بښنه ونه غوښته، بلکې پر بي ‌بي ‌سي يې نیوکه وکړه، چې د راپور محتویات يې  مسؤلانه او سم نه دي او له امله به يې د لومړۍ کرښې سرتیري په خطر کې واچول شي.

د برېتانیې د ګارډیَن ورځپانې د یوې تبصرې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه، چې اوسني شواهد ښيي، چې د برېتانیې سرتېرو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي. نړیوالې محکمې په ۲۰۲۰م کال کې په عراق کې د برېتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو شواهد پيدا کړي، نو دا ځل یې په افغانستان کې جنګي جرمونه د حیرانتیا وړ نه دي.

په حقیقت کې نه یوازې برېتانوي ځواکونو په افغانستان کې ظلمونه کړي دي بلکې د استرالیا د دفاع وزارت د ۲۰۲۰م کال په دسمبر میاشت کې د پلټنې یو راپور خپور کړ، چې پکې په افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونو لخوا د ملکي وګړو د وژلو حالت بیان شو او ظلمونه يې د نړیوالې ټولنې له سختې غندنې سره مخ  شوي دي.

امریکې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پرمهال  ۱۷۴ زره افغانان وژلي چې یوازې ۳۰ زره وژل شوي ملکي وګړي وو. د نیویارک ټایمز د ۲۰۲۱م کال په دسمبر میاشت کې د پلټونکي خبریال عظمت خان لخوا لیکل شوې مقاله خپره کړه چې پکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ګڼ شمېر افغانانو د وژلو حالت بیان شوی او پکې راغلي، چې د امریکې سرتېرو پر بزګرانو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو جنګي عملیات کړي دي. یوه شمېره ښيي، چې امریکايي ځواکونو له ۲۰ کلونو راهیسې په عراق، افغانستان، سوریه او یمن کې څه باندې ۹۰ زره هوايي بریدونه کړي او له امله يې په دغو هېوادونو کې څه دپاسه ۴۸ زره ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغو ظلمونو تر افشا کېدو وروسته، امریکې، برېتانیې او استرالیا تورنو کسانو ته هېڅ قانوني سزا نه ده ورکړې، بلکې جنګې جرم يې پټ کړی دی. دغو هېوادونو تل د بشري حقونو د مدافعینو او ساتونکو په توګه ادعا کړې ده، خو په نورو هېوادونو کې د خپلو ځواکونو لخوا د ګڼ شمېر ملکي وګړو د وژلو په اړه څه پلمه لري؟

د امریکا د اروپا او اسیا د تبصرې مجلې د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، چې برېتانیې څو ځله دا تایید کړې، چې که څه هم ځواکونو يې د لويې پیمانې وژنې کړې، خو هغه لا هم د بشري حقونو په اړه خپله پلمه پیدا کولای شي.

د نړۍ ډېری هېوادونو د ژنیو تړون کې تایید کړې، چې د جګړو پر مهال باید د ملکي وګړو وژنې، جبري شړل او اړ کول او ربړې(شکنجې) منع شي. امریکې، برېتانیې او استرالیا دغه تړون لاسلیک کړی دی، خو څو ځله یې نقض کړی دی.
د دوی په ظلمونو باید عادلانه قضاوت وشي.