نړيواله ټولنه بايد د بريتانيې او امريکې د جنګي جنايتونو په اړه بشپړې پلټنې وکړي
CMG2022/07/19 11:22:34
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۱۸مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د بريتانيې او امريکې د جنګي جنايتونو او پر بشري حقونو د تيري کوونکو کړنو په اړه بشپړې پلټنې تر سره او عدالت تطبيق کړي او د وژل شويو کسانو د کورنيو غړو ته دې ډاډ ورکړي.

وانګ ون بين پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک له ظلمونو او زيانونو څخه خوندي وساتي.

د بي بي سي په شمول زياتو خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د بريتانيې د ځانګړي هوايي ځواک غړيو په افغانستان کې د ميشتېدو پر مهال جنګي بنديان او عام وګړي وژلي او حتی د وګړو په وژلو کې يې سيالۍ تر سره کړې دي.

وانګ ون بين د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې حيرانتيا او غوسه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د امريکا او استراليا پوځيانو له لوري د عامو افغانانو د وژلو پېښې د دې ښکارندويي کوي، چې پر بشري حقونو د امريکا او د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو تيري کوونکې او ظالمانه کړنې سيستماتيکې او دايمي دي.