چين به د (ونتيان) لابراتوار ماډل فضايي ستېشن ته وليږدوي
CMG2022/07/19 11:15:53
شريکول:

د چين د انسانوړونکې فضايي انجېنرۍ دفتر خبر ورکړی، چې د (ونتيان) لابراتوار موډل به څو ورځې وروسته د ( چانګ جنګ 5B Y3 ) راکېټ په وسیله د دغه هېواد فضايي ستېشن ته وليږدوي.
د چين د انسانوړونکې فضايي انجېنرۍ دفتر ويلي، چې د (ونتيان) لابراتوار موډل يې د جولای په ۱۸ مه نېټه له ياد راکېټ سره د توغولو ډګر ته ليږدولی او له توغولو مخکې به یې د څارنې او ازموينې په ګډون ځينې چارې ترسره کړي.
د توغولو ډګر ته له ونتيان لابراتوار سره د ياد راکېټ انتقال د روانې فضايي دندې لپاره يوه ډېره مهمه پروسه ده او د توغولو د تياري وروستۍ برخه يې ګڼل کېږي.
د چين د انسانوړونکې فضايي انجېنرۍ دفتر په همدې ورځ د ياد راکېټ د توغولو نښه خپره کړې ده.
چين به په روانې جولای او راتلونکي اکتوبر کې په وار سره ونتيان او منګتيان دوه لابراتواري موډلونه خپل فضايي ستېشن ته وليږدوي.