روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۱۸مه نېټه يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د جولای د ۱۸مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۲۱ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۳۷۷ زره او ۲۰۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۵۹ ميليونو، ۴۶۹ زرو او ۶۰۵ ته رسېدلی دی.
په همدې موده کې د کرونا وبا له امله ۴۷۳ کسان مړه شوي او د مړه شويو کسانو عمومي شمېر ۶ ميليونو، ۳۶۱ زرو او ۱۵۷ ته رسېدلی دی.